د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۱:۵۳
324
د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ پوهنې آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولايت د پوهنې رياست مسئولينو په ګډون په داسې حال کې کېښودل شوه، چې د همدغه ولسوالۍ د ښوونځيو آمرینو، مديرانو، علماوو او د خلکو استازو ګډون درلود.
مسئولینو په خپلو خبرو کې د پوهنې پر ارزښت او د ټولنې په اصلاح کې د هغو پر رول ټینګار وکړ او له والدینو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه د زده کړې په موخه مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.
د يادونې وړ ده، پر دغه ودانۍ ټولټال يو مېليون افغانۍ لګښت راځي، چې د ګيلان ولسوالۍ د خلکو له خوا ورکول کېږي.
د یو بل خبر له مخې:
د همدې ولايت د قره باغ ولسوالۍ نوروز خېلو کلي اوسېدونکو د خپل کلي لومړني ښوونځي د اوبو رسولو سيسټم فعالولو په موخه، د۲۰۰ زره افغانیو مرسته وکړه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو په ځانګړې توګه د غزني ولایت د ګیلان او قره باغ ولسوالیو د علم پروره خلکو له مرستو مننه او قدرداني کوي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۲
Background image

نن په کابل کې د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو

د اسلامي.ا. له ۱۰۰ تنو هغو مجاهدینو څخه، چې د ج.هادي فعالیتونو له امله د زده‌کړو له دوام څخه پاتې شوې وو، د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه.
د یادې ازموینې په پرانیسته کې، د پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۱۰
Background image

له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې څو خبرونو لنډیز

ننګرهار
د ننگرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ د هدیاخېل لېسې اوبو رسولو شبکه د ۹۱۰۰ افغانیو په لګښت د سیمې اوسېدونکو او د ښوونځي کارکوونکو له خوا ترمیم شوه.

سرپل
د سرپل ولایت پوهنې ریاست له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د زده کوونکو ترمنځ د سپورټي سیالیو خزاني پړاو پیل شو

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست د بدني روزنې مسئولینو، د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو په حضور کې د سپورټي لوبډلو ترمنځ خزاني سیالۍ پیل شوې.
د. . .

BACK TO NEWS