د سویل لویدیز زون اړوند ولایتونو د پوهنې ریاستونو د نشراتي مدیرانو د وړتیاوو لوړونې مسلکي او علمي ورکشاپ پای ته ورسېد

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۵:۲۶
74

هغه مسلکي او علمي ورکشاپ چې دوه ورځې وړاندې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د مسئولینو او روزونکو له لوري د هېواد د سویل لویدیز زون (هرات، غور، بادغیس او فراه) ولایتونو د پوهنې ریاستونو د خپرونو او درسي کتابونو د وېش مدیرانو لپاره جوړ شوی ؤ، پای ته ورسېد.

د یاد ورکشاپ د پای مراسم د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول او ورپسې د هرات ولایت د پوهنې ریاست د سرچینو او ادارې آمر مولوي محمد اسماعیل مظفري هر اړخیزې خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ګډون والو به د دغه ورکشاپ له محتوا څخه په خپلو ورځنيو چارو کې اعظمي ګټه پورته کړي.

همدارنګه د هرات ولایت پوهنې ریاست د سرچینو او ادارې آمر د یاد ورکشاپ د تمویل کوونکې ادارې او همدارنګه د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړيکو رياست د مسئولينو او روزونکو له ټېم مننه وکړه او په راتلونکي کې يې د دا ډول علمي او مسلکي غونډو پر دوام ټينګار وکړ.

د غونډې په دوام د یاد عملي ورکشاپ د مالي او تخنیکي ملاتړې ادارې په استازیتوب عزیز بېک فایض او عبدالکریم عابد خبرې وکړې او د پوهنې د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په ځانګړي ډول د نشراتو او عامه اړیکو په برخو کې یې د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

یاد ورکشاپ ګډون والو ته د ستاینلیکونو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې ریاست د ۴ بابه کانټینونو لپاره د بیا داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي:
همدارنګه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې له تعلیمي ادارو سره نږدې ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې، د پنجشیر ولایت علم‌پروره اوسېدونکو لخوا په ټولیزه توګه ۳ مېلیونه۹۶۴ زره ۳۴۶ افغانۍ دیني مدارسو او ښوونځيو ته ورکړل شوې دي.
د یاد ولایت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۰:۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کاپیسا ولایت پوهنې ریاست له ۱۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي کچې ارزونې په موخه ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د ازموینې له. . .

BACK TO NEWS