د سمنګان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۴:۱۲
د سمنګان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني په مشرۍ د دغه رياست اداري غونډه د اړوندو څانګو د آمرینو او مديرانو په ګډون جوړه شوه.
 د سمنګان ولایت د پوهنې رئیس د کارکوونکو د کاري راپورونو د اورېدو پرمهال د پوهنې ریاست د نوي ښوونیز کال د دندو، ننګونو او پلانونو په باب خبرې وکړې.

د دره صوف ولسوالۍ په نعمانیه دارالعلوم کې د دغه ولایت د والي، پوهنې رئیس، علماوو او مخورو شخصیتونو په حضور کې ۴ تنو فاضلانو ته د فضیلت لنګوټې ور پر سر شوې.
ویناوالو د ټولنې په جوړښت او پرمختګ کې د دیني علومو پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زموږ نننۍ ټولنه عالمانو او پوهو خلکو ته اړتیا لري، نو باید ټولنې ته د مسئوولو زده کوونکو د وړاندې کولو هڅې وشي.

د سمنګانو ولایت د پوهنې ریاست له خوا د دغه ولایت د پوهنې په برخه کې د مرستندویو ادارو سره یوه سکتوري غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې کې ګډونوالو د چاپېریال ساتنې او پراختیایي پروژو، د کښته او پورته دره صوف ولسوالیو کې د ښوونځیو د بیارغاونې، د نویو نیالګیو د ساتنې او پالنې، د حلقوي دیوال د جوړولو، د ښوونکو د روزنې او د سواد زده کړې په برخه کې د بنسټونو په مرستو خبرې وشوې.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت تر څارنې لاندې د سمنګانو ولایت د دارالعلوم او مدارسو اختصاصي ازموینې پیل شوې.
دغه ازموينه د دارالعلومونو د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت له خوا د ټاکل شويو معيارونو سره سم د سمنګانو ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده کړو د آمریت د ازموينې د کمېټې تر څارنې لاندې په پوره شفافه فضا کې واخیستل شوه.
د یادونې وړ ده. هغه کسان چې په دغه ازموينه کې معياري نمرې ترلاسه کوي په ١٣٩٢ په نوي ښوونیز کال کې به خپلو زده کړو ته د دوام ورکولو په موخه په دیارلسم ټولګي کې شامل شي.

د سمنګانو ولایت د خرم او سارباغ ولسوالیو د ښوونځیو د لیسو د لیاقت د ازموینو د پیل په باب غونډه د دې ولسوالۍ د ښوونځیو د مدیرانو په ګډون د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالیو د پوهنې د آمر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
د پوهنې آمر په ازموینه کې د شفافیت او عدالت پر څرنګوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ټولګیو معیار باید د زده کوونکو د لیاقت پر اساس وي، نه د شخصي اړیکو پر اساس.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې د «رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي موادو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د زابل ولایت له پوهنې ریاست سره، د شاوخوا ۴ میلیونه ۷۲۸ زره ۵۹۰ افغانیو په ارزښت د ۷۸۸ کڅوړو درسي توکو مرسته شوې ده.
د پوهنې مسئولینو، د یاد بنسټ له مرستې څخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

په کابل او پروان ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستل شوې

د کابل او پروان ولایتونو پوهنې ریاستونو د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په اوږدو کې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې واخیستې، چې پکې ټولټال ۳۳۰ تنو ګډون درلود.. . .

BACK TO NEWS