د سرپل ولایت ښوونځیو لپاره د ۶۰۰ پایو مېزونو او څوکیو وېش لړۍ پیل شوه
د سرپل ولایت پوهنې ریاست د خبرپاڼې له مخې، په دې وروستیو کې د دغه ریاست له خوا د زده کوونکو لپاره د زده کړو آسانتیاوو برابرولو او د ښوونځیو د اړتیاوو پوره کولو په موخه، ۳۰۰ پایې مېزونه او ۳۰۰ پایې څوکۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې ښوونځیو ته د وېش بهیر پیل شو.
د سرپل پوهنې رئيس مولوي محمد رحماني په وينا، دغه تجهيزات د یاد رياست د اداري او څارنیزو ټيمونو تر مستقيمې څارنې لاندې بېلابېلو سيمو ته استول شوي او هغو ښوونځيو ته به ووېشل شي، چې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
د پوهنې وزارت په ټول هېواد په ځانګړې توګه په لږو پرمختللو سیمو کې د ښوونیز وضعیت لاښه والي لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې د هېواد پوهنیز نظام کې شته ستونزې راکمې کړي.
