د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.
په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د تعلیمي او اداري چارو لا ښه تنظیم، روڼتیا، د تعلیمي کیفیت لوړولو او په اغېزمنه توګه د عملیاتي پلانونو پلي کولو په اړه مفصل معلومات ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت دا ډول روزنیز سیمینارونه د تعلیمي سیسټم لاپیاوړتیا او د چارواکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خورا مهم او اغېزمن ګڼي او تل یې هڅه کړې چې دغه ډول پروګرامونه په ټول هېواد کې پلي کړي.