د دوشي ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ تر بیارغولو وروسته پرانیستل شوه
د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ چې څه موده وړاندې یې د ترمیم چارې پیل شوې وې، د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور عزیزي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د يادې ودانۍ پر بيارغونې يو مېليون او ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى، چې د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ له خوا ورکړل شوی.
