(د دوامداره پرمختیایي موخو څارنه) تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د مرکز او دوه ویشت ولسوالیو د پوهنې مدیرانو ته د دوامداره پرمختیایي موخو د څارنې په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د یاد دوه ورځني ورکشاپ د روزنې چارې د پوهنې وزارت د دریو روزونکو لخوا پرمخ وړل کیږي، د مرکز او ۲۲ ولسوالیو د پوهنې مدیران په کې ګډون لري، د ملګرو ملتونو د هغو دوامداره پرمختایي موخو په اړه بحث او خبرې کیږي چې د پوهنې وزارت له لوري، له یونسکو ادارې سره په همغږۍ کې ۲۰۳۰ کال کې پلې کیږي.
د دې ورکشاپ پیلغونډه کې د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات د خپلو خبرو په لړ کې د ښوونې او روزنې پر کیفیت ټینګار وکړ او د پوهنې وزارت چوکاټ کې د سواد زده کړې پروګرام پلي کول يې خورا اغیزناک او ګټور وګڼه، زیاته یې کړه: د تیرو کلونو تجربو ښوولې ده چې په لیرې پرتو سیمو کې د سواد زده کړې پروګرام پلي کول کلونه وخت نیسي.
هغه د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې په دې ارزښتناکه ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د ورکشاپ موخې په خپلو کاري ساحو کې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.
