د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې ریس د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت له معین سره وکتل
د غالب پوهنتون رئیس دوکتور محمد اسحق نوري او مرستيالانو ډاکټر احمد جمشيد مهر پور او استاد نصیراحمد ندیم، د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمين له معين الحاج مولوي عبدالخالق صادق سره په ليدنه کې د غالب پوهنتون په اړه اړين معلومات وړاندې کړل او يادونه يې وکړه، چې یاد پوهنتون چمتو دی چې د پوهنې له وزارت سره د يو هوکړه ليک په لاسليک کولو سره د ياد وزارت هغو کارمندانو ته چې غواړي په غالب پوهنتون کې زده کړه وکړي، ځانګړی تخفیف په نظر کې ونیسي.
د پوهنې وزارت معين صاحب د ياد پوهنتون علمي فعاليتونه وستايل او ژمنه يې وکړه چې له ياد پوهنتون سره د هوکړه ليک د لاسليکولو او دوه اړخيزو همکاريو د فضا د را منځ ته کولو
په برخه کې به د وزارت له مشرتابه سره په همغږۍ کې عملي ګامونه اخیستل کېږي.
