د حق الزحمه ښوونکو د جذب خبرتيا
څرنګه چې روښانه ده، د پوهنې وزارت اساسي موخه په ټول هيواد کې د ښوونځيو زده کوونکو ته د غوره او په انډول برابر ښونيزې چوپړتياوې وړاندې کول دي، چې په دې لړۍ کې د ښوونکو نقش خورا مهم او ارزښتناکه دى.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پرله پسې هڅو او په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې ته په کتو سره، ماليې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون سره په همغږۍ کې بريالى شو، چې د جلالتمآب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د هدايت پر بنسټ، ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په موخه د حق الزحمه ښوونکو د جذب لړۍ د آزادې سيالۍ له لارې پيل کړه.
ياده لړۍ کې د روڼتيا د خونديتوب په پار د د ګډونوالو تحصيلي اسناد دې د معتبرې سرچينې له تائيدي وروسته اخيستل کيږي، ګمارل شوي ښوونکي به له بايومټريک وروسته معاشونه د بانک له لارې اخلي او په دې توګه به دندو ته وګمارل شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ولسمشر د دې اقدام او هدايت هرکلى وکړ او ډاډه دى چې د يادو ښوونکو په ګمارلو سره، به په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر يوه بريده هواره شي.
پاتې دې نه وي، چې د حق الزحمه ښوونکو د جذب لړۍ به د پوهنې رياستونو لخوا ترسره کيږي.
