د جوزجان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
5465

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې د څلورو پروژو د چارو له پیل څخه خبر ورکړی او وایي چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به له ۱۵۰۰تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د غوره ښوونیز چاپېریال زمینه برابره شي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد وایي:« دغه پروژې د ۹ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ پلې کېږي».
په دغو پروژو کې د درسي ټولګیو جوړول او ترمیم، د احاطوي دېوالونو رغول، د معیاري دروازو لګول، د اوبو څاه کیندل، د لمریزې برېښنا د سیسټمونو او د اوبو د تصفیوي وسایلو نصبول، د ماشومانو د لوبو د میدانونو جوړول او د ښوونځیو نورې اړینې رغنیزې چارې شاملې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې چارې پیل شوې

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې د څلورو پروژو د چارو له پیل څخه خبر ورکړی او وایي چې د دغو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د یو شمېر مدارسو له څلورنیم میاشتنیو ازموینو څارنه وشوه

د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مفتي محمد یوسف ثاقب، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د سید المرسلین دیني مدرسې او د ترتیل القرآن دارالحفاظ د څلورنیم میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د بامیان ولایت ښوونځیو ته د څه باندې ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښوونیزو توکو وېش پیل شو

د بامیان ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د ۴۱ میلیونه، ۲۱۷ زره او ۹۵ افغانیو په ارزښت د ۱۹۹۵ ښوونیزو او مرستندویه توکو وېش پیل شو.
په یادو مرستو کې د ښوونکو لپاره د ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS