د بلخ والي د دې ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۱:۱۵
د بلخ والي د دې ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت سرپرست والي الحاج مولوي محمد یوسف وفا د یاد ولایت د پوهنې له ریاست څخه د لیدنې په ترڅ کې د پوهنې له رئیس او مسئولینو سره د پوهنې د فعالیتونو په اړه خبرې او د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړی د کتنې په ترڅ کې له مراجعینو سره هم خبرې وکړې او د مسئولینو د چلند په اړه یې ترې وپوښتل، چې ټولو د کارکوونکو چلند اسلامي، انساني او قانع کوونکی وباله.
ورپسې یې د ریاست له جومات او ګودامونو څخه د لیدنې تر څنګ د جومات د بيارغونې، د پوهنې رياست له مشرتابه څخه مننه وکړه.
بل لورې ته د پوهنې رئیس مولوي عبدالجليل شهیدخېل د والي د راتګ هرکلى وکړ او يو لړ وړانديزونه او اړتياوې یې ورته وړاندې کړې. 
همدا رنګه د پوهنې رئيس د اداري چارو د روڼتيا، سرعت او پر وخت د چارو عملي کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS