د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ۱۴۶ تنو ښوونکو او ښوونځیو مسوولینو لپاره علمي ورکشاپ پیل شو
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ ۱۴۶ تنو آمرینو، ښوونکو او د ښوونځیو تعلیمي شوراګانو غړو لپاره د زدهکوونکي محوره زدهکړې ترویج تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو.
د یادې برنامې موخه، له اغېزمنو او معیاري تدریسي روشونو سره د ښوونکو د لا زیاتې بلدتیا رامنځته کول، د تدریسي وړتیاوو لوړول او د یادو ښوونځیو د اداري مسوولینو ظرفیت لوړول دي.
