د افغان ترک لیسې لیلیه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د مومن افغان ترک لیسې نوې جوړه شوې لیلیه پرانیستل شوه ،د یادې لیلیې په پرانیستغونډه کې د پوهنې ریاست رئیس او چاراوکو، د یاد ولایت والي ضیاالحق امرخیل او د ترکیې هیواد د پوهنې بنسټ چارواکو ګډون درلود، چې زده کوونکو ته د آسانتیاو برارولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د ترکیې هیواد له مرستو او په ځانګړي ډول د یاد هیواد د پوهنې بنسټ څخه مننه وکړه چې تل مدام یې د افغانستان له پوهنې سره هر اړخیزې مرستې کړي دي، همداراز نوموړي زیاته کړه: د لیرې پرتو سیمو د زده کوونکو ستونزو ته په کتو سره، دا لیلیه جوړه شوې، چې له ټولو آسانتیاو برخمنه ده او زده کوونکو لپاره به یو خوندي چاپیریال وي.
