د افغانستان له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ په موخه د ناروې او افغانستان د پوهنې وزيرانو ليدنه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۱۶:۹
پوهنې

د پوهنې وزارت- واشنګټن: ډاكټر محمد ميرويس بلخي د پوهنې وزارت سرپرست امريكا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ كې د ناروې هيواد د پوهنې وزير دګيو لستين سره په ليدنه كې د افغانستان له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ په موخه خبرې اترې وكړې.

دغه ليدنه د تعليم په تمه نه پاتې كيږي ECW ټولني د ارشدو مديرانو د مركزي سمينار په يوه څنډه كې ترسره شوه.

په ياده ليدنه كې د پوهنې وزارت سرپرست ډاكټر محمد ميرويس بلخي د افغانستان د ښوونې او روزنې د كيفيت د لوړوالي په موخه د دې وزارت د هڅو يادونه وكړه او په دې برخه كې يې د ناروې هيواد د لازياتو همكاريو په جلبولو ټينګار وكړ.

د پوهنې سرپرست وزير د افغانستان د تعليمي سيستم د بدلون لپاره په نوي تعليمي نصاب كار كوول د خپلو اساسي كړنو او اقداماتو څخه ياد كړل.

ښاغلي بلخي د افغانستان شرايطو ته په كتو سره د دې هيواد د تعليمي سيستم په ځانګړي ډول د تعليمي نصاب په برخه كې د ناروې هيواد پر مرستو ټينګار وكړ.
د پوهنې وزارت رهبرۍ په دوو يعني تخنيكي او نصاب برخو كې د ناروې هيواد د ملاتړ غوښتنه وكړه او ياد ملاتړ يې په دې برخو كې اغيزناك وباله.

په دې ليدنه كې د ناروې هيواد د پوهنې وزير دګيو لستين د پوهنې وزارت د كړنو چې ښوونځيو ته د ماشومانو د متوازن لاسي په برخه كې يې كړې قدرداني وكړه او د افغانستان له ماشومانو سره يې په دې برخه كې د خپل هيواد د لازياتو مرستو ژمنه وكړه.

د ناروې د پوهنې وزير زياته كړه چې د تعليمي نصاب په برخه كې د مرستو له څېړلو وروسته به د دې هيواد ملاتړ او همكاري په نورو تعليمي برخو كې لا ګړندۍ او زياتې شي.

د يادونې وړ ده چې د هيواد د پوهنې سرپرست وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي ( د تعليم په تمه نه پاتې كيږي )ECW ټولنې په مركزي سمينار كې د ګډون، د نړۍ د پيژندل شويو او اكاډميكو څېرو سره د ليدو او په افغانستان كې د ښوونې او روزنې لپاره د مرستو د جلبولو په موخه د روان كال د وري د مياشتې په ۲۲ نېټه د امريكا متحده ايالاتو ته سفر كړى.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د درېیو ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه

د پوهنې وزارت مشرتابه پلاوي پروان ولایت ته د یوه ورځني سفر په ترڅ کې د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو د مدارسو او دارالحفاظونو له مهتممینو سره مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۵
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي څلور درسي ټولګي او لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز اړوند شهرکهنه ښوونځي څلور ترمیم شوي درسي ټولګي او یو نوی جوړ شوی د والیبال لوبغالی، د یاد ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دغه چارې د زده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

په هرات کې یو شمېر ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د هرات ولایت د ادرسکن، کرخ، کشک کهنه، چشت شریف او اوبې ولسوالیو د ساینس او ریاضیاتو ۱۰۳ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو. . .

BACK TO NEWS