د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست سره وکتل

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۳۳
بلا

د ډاکټر علي قره داغي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او شیخو پلاوي نن له غرمې وروسته د پوهنې له سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا سره وکتل.

په پيل کې د پوهنې وزارت سرپرست افغانستان ته د اسلامي نړۍ د علماوو او شيخو د سفر هرکلی وکړ، ويې ويل: زموږ هېواد ته ستاسې سفر په داسې مهال تر سره کېږي چې نړيواله ټولنه لاهم زموږ په اړه منفي نظر لري او موږ له تاسو غواړو چې له افغانستان څخه په بېرته ستنېدو سره نړۍ ته زموږ د هېواد رښتيني انځور وړاندې کړئ.

دغه راز د پوهنې وزارت سرپرست د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو د تامین لپاره مبارزې ته په اشارې سره زیاته کړه: د فلسطین مسئله په ټوله اسلامي نړۍ او اسلامي امت پورې اړه لري او موږ بايد د فلسطيني ولس کلک ملاتړ وکړو.

د پوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه: ياد وزارت د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو او د هېواد د خلکو د فرهنګ په رڼا کې د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول د خپلو بنسټيزو دندو څخه ګڼي.

همدارنګه نوموړي د هېواد پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: زموږ ښوونيز نصاب په داسې ډول ترتيب شوى، چې له عصري علومو څخه په استفادې سره ديني علومو ته هم پاملرنه شوې او دا يوه اړتيا ده، چې ځوان مسلمان نسل باید د عصري علومو ترڅنګ په اسلامي زده کړو هم سمبال شي.

ورپسې راغلي پلاوي هم د پوهنې وزارت د مشرتابه له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او د پوهنې وزارت د کړنو ستاینه یې وکړه، ويې ویل: د نصاب اصلاح د نظام له اصلاح سره تړاو لري، ځکه موږ کولای شو په دې کې د غربیانو د منفي افکارو مخه ونیسو.

ياد پلاوي زياته کړه: موږ به په هر حالت کې له تاسو سره همکاري وکړو، د پوهنيز نظام ملاتړ به وکړو او له تاسو سره به په مادي او معنوي ډول مرستې وکړو.

په پای کې دواړو لورو په راتلونکي کې د خپلو لیدنو پر دوام او د نظریاتو په تبادلې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS