د ارزګان ۱۸۶ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو
د ارزګان د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ۱۸۶ ښوونکو ته، چې له ډلې یې ۵۰ تنه ښځینه ښوونکې دي د وړتیا لوړونې شپز ورځنی ورکشاپ پیل شو. یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ د یونیسف موسسې په مالي لګښت جوړ شوی دی.
د ورکشاپ ګډونوالو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د پلانګذاري، نصاب، حاضری، نتایجو، درسي میتود، ښوونځیو د زده کړې کیفیت د لوړوالي او اغیزمن تدریس په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د ارزګان د پوهنې رییس میرزامحمد سالارزی د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د ښوونکو وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده.
همدارنګه د پوهنې رییس د یونیسف له اداري مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو دظرفیتونو په لوړه ولو او نورو برخوکې مرستي کړې دې.
