د  پوهنې  وزارت  د  مرکزي رئیسانو   او نیز  مجلس  دائر  شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۳ - ۱۵:۴۵
نشست کاری هفته وار رهبری وزارت معارف دایر گردید

 د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې د  یاد وزارت  د سرپرست وزیر شیخ القرآن و الحدیث  الحاج مولوي  نورالله (منیر) صاحب تر مشري لاندې  د یاد وزارت د مرکزي رئیسانو مجلس  دائر شو .
یاد مجلس چې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، د یاد وزارت په مرکزي رئیسانو برسیره معینانو هم پکې برخه درلوده   او  د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه پکې  مفصل بحثونه او پرېکړې وشوې .
په  یاد مجلس کې  د پوهنې  وزارت د نشراتو او عامه اړیکو د ریاست د رئیس مولوي عزیزاحمد (ریان ) تر مشري لاندې  یو پنځه کسیز هیئت وټاکل شو،  ترڅو د پوهنې وزارت د اړوندو مطبعو بشپړه هیئتي وکړي،  دکارکوونکو وړاندیزونه ،  ستونزې  او مشکلات  دې واوري  او د خپلې هیئتي بشپړ  راپور دې  د  وزارت  له مقام سره شریک کړي. 
دوهمه پرېکړه دا وشوه، چې د هیواد د دیني مدارسو، دارالحفاظونو او دارالایتامونو د تمویل او اکمال لپاره دې  د اسلامي امارت مشرتابه  ته  د ځانګړې بودیجې وړاندېز  وشي. همدارنګه د ځینو نورو مهمو مسایلو په اړه هم پرېکړې  ترسره شوې . 
غونډه  د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار پوهنې ریاست د تعلیمي چاپېریال ښه والي او زده‌کوونکو ته د درسي وسایلو برابرولو په موخه ۱۴۴ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم او د شپاړسمې حوزې اړوند د نازو عالي لېسې زده‌کوونکو ته یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۴
Background image

په کندهار ولایت کې د ۶ بابه ښوونځیو پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د ۲ میلیونه او ۳۵۲ زره ډالرو په ټولیز لګښت جوړې او د یاد ولایت پوهنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۳۲
Background image

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست چارواکو د پوهنې وزارت له مسئولینو سره وکتل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس، یو شمېر مسئولینو، تخنیکي ټیم او همدارنګه د پوهنې وزارت له لوري د اسلامي زده‌کړو معین، د مالي او حسابداري رئیس او یو شمېر رئیسانو ترمنځ، د معیاري ښوونیزو. . .

BACK TO NEWS