دپکتیا پوهنې رییس: - سږ کال د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷۲ جریبه ځمکه د ښوونځيو جوړولو په پار د ولس له لوري مرسته شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۱/۳۰ - ۱۴:۳۳
moe

د پکتیا دپو هنې رییس استاد کوچي ځاځي وايي، چې د تیر کال په ترځ کې ددې ولایت د پوهنې د ودې، پرمختګ او  د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره مناسب ښوونیږ چاپیریال را منخته کیدو په موخه د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۷۲ جریبه ځمکه د ولس له لوري پوهنې ریاست سره مرسته شوې .

ښاغلي ځاځي دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو سره په خبرو کې وویل :  لکه څنګه چې تېر کال د پوهنې په نوم نومول شوی وو په همدې ډول زمونږ د هڅو او د ولس د بې کچې مرستې پایله خوښي بښوونکې وه، ۷۲ جریبه ځمکه چې ارزښت یې ۶۰ میلیونه افغانۍ کیږي په بیلابیلو سیمو کې د ولس له لوري د ښوونځیو ودانیو جوړولو په پار مرسته شوې، چې په رښتیا د خوښۍ ځای دی.

ددې تر څنګ نوموړي د پکتیا له ولسونو مننه وکړه چې دوی په دومره لویه کچه د پوهنې د بهیر د لا ښه پر مخ بیولو په برخه کې همکاري کوي، استاد کوچي په راتلونکي کال کې هم د زیات شمیر ښوونځیو د ودانیو جوړیدلو یادونه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دې چې د پکتیا ولسونه د یاد ریاست سره مرسته کوي، بلکې له دې وړاندې یې هم په بیلابیلو برخو کې خپله همکاري ترسره کړې ده .

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS