دهډې فارم کمپ په لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۱۳:۴۷
دهډې فارم کمپ په لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار ولایت دبهسودو ولسوالۍ دهډې فارم کمپ په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانستل شوه.
د کمپیوټر زده کړې دغه ټولګی د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د ځلیدونکې ستورې مرسته کوونکې ادارې له لوري جوړ شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریس حسیب الله شینواري ددغه کمپیوټر خونې د پرانستې پرمهال د مرسته کوونکې ادارې نه د مننې په څرګندولو سره وویل: دکمپیوټر زده کړه د اوسني عصر غوښتنه ده او اړینه ده چې زموږ زده کوونکي د نورو علومو تر څنګ کمپیوټر هم زده کړي، هغه د یادې لېسې له زده کوونکو وغوښتل د چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او ساتنې او مراقبت ته یې هم جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د ځلیدونکې ستورې مرسته کوونکې ادارې ولایتي مسول ثواب بهیر وویل په دې کمپیوټر خونه کې پنځلس کمپیوټرونه ایښودل شوي چې پر یووخت دیرش تنه زده کوونکي ترې ګټه پورته کولای شي، نوموړي وویل ددغه کمپیوټر خونې لپاره یې ښوونکي هم د اړونده ادارې له لورې ګومارلی دی.
دمراسمو په پای کې د پوهنې ریس او د ځلیدونکې ستورې مرستندویه ادارې ولایتي مسول ثواب بهیر پر زده کوونکو د کمپیوټر زده کړې کتابونه او قرطاسیه هم وویشله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS