دا.ا.ا ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی ریاست له لوري ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرامونو اختتامیه غونډه ترسره شوه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۳:۵۱
123

یاده غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل او ور پسې د رئیس الوزار عالي مقام د دفتر لوی رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع، د .ا.ا.ا. د رئیس الوزرا پیغام ولوست چې پکې راغلي وو:( ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې چې د حکومت د نشراتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، د وزارتونو د مشرتابه پلاوي، رئیسانو او ویاندویانو له فعاله ونډې اخیستنې څخه قدرداني کوم او د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا لپاره ستاسو له ژمنتیا منندوی یم.
د وزارتونو او ادارو له لوري وړاندې شوي معلومات د قناعت او ستایلو وړ دي، تاسو ته د لوی څښتن تعالی له درباره په چارو کې بریالیتوب غواړم.)
په ورته مهال، د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل، د.ا.ا.ا. د هېواد د بیارغونې او پرمختګ په برخه کې سترې لاس ته راوړنې لري. 
نوموړي په ټول هېواد کې د شرعي نظام حاکمیت،اداري فساد او د کوکنارو کښت صفر ته رسول، د کورنیو سرچینو څخه د ملي بودیجې چمتو کول،د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات، له اته سوه زرو څخه د زیاتو دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکول، د موازي دفترونو له منځه وړل او په دفترونو کې د کاري پروسو د آسانتیا وو لپاره جدي ګامونه اخیستل، په پرمختیایي پروژو او کانونو کې د لسګونو زرو هېواد والو لپاره د کار برابرول،په تعلیمي، علمي او روغتیايي برخو کې د ډېرو ستونزو حل کول،د هېواد په کچه د زېربنایي پروژو پرانیستل، په تېرو څو کلونو کې ا.ا سترې لاس ته راوړنې یادې کړې.
ور پسې د هېواد د ملي راډیو تلویزیون پخواني رئیس، مولوي احمد الله وثیق، په خپلو خبرو کې د رسنیو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ د پل حیثیت لري او څرنګه چې نن ویل کېږي رسنۍ د یوه نظام یا دولت څلورمه ستنه ده، نو بې له شکه چې د نظام په ترمیم او پرمختګ کې د رسنیو له تأثیره سترګې نه شو پټولی.
نوموړي زیاته کړه، لکه څرنګه چې ژورنالېزم د ټولنې په جوړښت کې عمده رول او ونډه لري، نو  په کار ده چې د دې مسلک څخه يوه داسې په زړه پورې  او روا ګټه واخيستل شي، چې خلک پرې حقيقي ژوند ته متوجه شي او په ټولنه کې شته ستونزې ورسره حل شي، د دې لپاره چې له دغه ډله ييزو رسنيو څخه مثبته ګټه واخيستل شي،موږ ته په کار دي چې د رسنیو رسالت د ټولنیز چاپېریال په رڼا کې وپېژنو. 
د غونډې په پای کې د رئیس الوزرا عالي مقام دفتر له لوري، د وزارتونو اړوندو ویاندویانو ته د هغوی له کارونو، زحمتونو او همکاریو څخه د مننې په پار، مادي او معنوي ډالۍ/ستاینلیکونه ورکړل شول. 
غونډه د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، له لوري د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ښار عبدالعلي مستغني لېسې اړوند ۸۰ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو او تدریسي موادو چمتو کولو لپاره، د کابل ښار پوهنې ریاست، د شپږمې تعلیمي حوزې اړوند عبدالعلي مستغني لېسې زده‌کوونکو لپاره (۸۰ پایې) مېزونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
Background image

د سرپل ولایت په یو باب لېسه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د شهید هاشمي لېسې زده‌کوونکو او کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په موخه، د یو تن خیرخواه شخص لخوا د ۵۶ زره ۹۲۰ افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه. . .

BACK TO NEWS