خوست كې د ﺯده کوونکو پر ساينسي او عملي تجربو تمركز زيات شوى 

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۵ - ۱۰:۴۹
خوست كې د ﺯده کوونکو پر ساينسي او عملي تجربو تمركز زيات شوى 

د خوست ولایت د مرکز اړوند د عبدالحى حبيبي لېسې ﺯده کوونکو د بيولوژې په برخه کې په ﺯړه پورې تجربې تر سره کړې.
په هغه غونډه کې چې په همدې تړاو د عبدالحی حبیبی په لیسه کې جوړه شوه وه ، د خوست دپوهنې ریاست مسوولینو بر سیره د ساينس مرکز كار كوونكو او د يو شمېر لېسو امرينو هم ګډون کړى و.
په یاده غونډه کې د مرکزي ښوونځيو د نظارت امر سيف الدين او دیادې لېسې د بیو لوژي استاد دساینس په برخه کې د زده کوونکو د عملي تجربو په اړوند خبري وکړي، زیاته یی کړه، پر ﺯده کوونکو د دا ډول تجربو له وړاندې کولو يې موخه د ﺯده کوونکو اختراعاتو ته هڅول دي, ده ﺯياته کړه په دې کار سره ﺯده کوونکي په اسانه په بيولوژکي او ساينسي مسايلو پوهېږي او په عملي ژوند کې ترې استفاده کولاي شي. 
ورپسې د بيولوژى په برخه کې دزده کوونکو لخوا لس بريالى تجربې ترسره شوې, د بيولوژي يو شمېر موډلونه نندارې ته وړاندې او ګډون والو ته تشريح شول.
دغونډي په وروستۍ برخه کې د لېسې ادارې له لوري د بیولوژی استاد زاهدالله ذهین او ﺯده کوونکي په مادي او معنوي ډاليو وناﺯول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS