خبري اعلامیه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۳۰
MoE

د هېواد د ۲۰ ولایتونو اوسېدونکو له پوهنې سره څه باندې ۶۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د پوهنې وزارت_کابل: د ۱۳۹۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد د۲۰ ولایتونو(خوست، دایکندي، کاپیسا، میدان وردګو، سرپل، بامیانو، پنجشیر، سمنګانو، بادغیس، کندهار، بلخ، نیمروز، د کابل ولایت او ښار، هلمند، جوزجان، لوګر، هرات ، پکتیکا او پکتیا) اوسېدونکو له پوهنې سره ۶۶۲۰۰۰۶۶۱ افغانۍ مرسته کړې ده. دغه مرستې چې د څه باندې ۳۷۰ جریبه ځمکې ورکړه، د ښوونځیو بیارغونه، د درسي لوازمو ورکړه او نغدې پیسې پکې شاملې دي، د ښوونځیو د شوراګانو لخوا راټولې شوې دي.یادې مرستې د ښوونځیو له شوراګانو سره په همغږۍ، د پوهنې د مینه والو لخوا په شفاف ډول لګول شوي او مرسته کوونکو د خپلو مرستو د لګښت د څرنګوالي له بهیر څخه هم څارنه کړې ده.پوهنې وزارت، ۱۳۹۷ ل کال له پوهنې څخه د ملاتړ د کال او ورپسې یې له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۴۰۹ کال پورې د پوهنې د لسیزې په نوم نومولي دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس لخوا هم تایید شوي دي.پوهنې وزارت، ژمن دی چې د پوهنې لسیزه په هېواد کې د پوهنې د ستونزو د پای ته رسېدو لسیزه وي.پوهنې وزارت له هېوادوالو څخه غواړي چې د پوهنې په لسیزه کې د ښوونې او روزنې د ودې په لاره کې برخه واخلي او په ښوونځي کې له ښوونځي څخه د باندې ماشومانو د شاملولو، له ښوونځیو څخه د ساتنې، د ښوونکو له تدریس او د زده کوونکو له حاضرۍ څخه د څارنې په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS