بامیان کې د چټګو زده کړو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت د چټګو زده کړو ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو دري ورځنی روزنیز ورکشاپ د پوهنی ریاست تدریسی مرستیالي او سر پرستي فوزیه محبي په شتون کې په داسي حال کې چې د یونیسف نړیوالې ادارې برنامو مسوول ښاغلي محسني، د پوهنې ریاست د نظارت غړو، د ښوونکي روزنې ریاست استادانو او د چټکو زده کړو ښوونکو پکې ګډون درلود جوړ شو.
د دغه ورکشاپ موخه د یادو ښوونکو د ظرفیت لوړول دي چې د يونیسف نړیوالې ادارې په مالي مرسته او د پوهنې ریاست په همکاری د دریو ورځو لپاره جوړ شوی، چې د بامیانو ولایت د مرکز او ولسوالیو د چټګو زده کړو ۷۵ تنه ښوو نکي پکې ګډون لري.
د بامیان ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې فوزیه محبي د یونیسف له ادارې مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو د ظرفیتونو په لوړولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
فوزیه محبی د دې ورکشاپ له ګډونوالو ښوونکو وغوښتل، چې یادېدونکي مسایل په سمه توګه وڅاري او د تدریس پر مهال یې په ټولګیو کې عملي کړي .