د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست د کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۲:۳۶
1522

د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست له خوا، د یاد وزارت د کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو.

د یاد سیمینار پرانیسته د الهي سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد، د مسلکي زده کړو د اهمیت په برخه کې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، یاد سیمینار به ۱۲ ورځې دوام وکړي او د روزونکو له لوري به د مالي، ادارې، حسابداري او د معاشونو د اجراآتو په برخو کې ګډون والو ته مسلکي روزنه ورکړل شي.

دغه راز نوموړي د سیمینار له ګډون والو وغوښتل، تر څو په اداري برخه کې د پوهاوي او روزنې د کچې د لوړولو په موخه، له ورکړل شویو فرصتونو څخه ښه ګټه پورته کړي او هغه څه چې زده کړي یې دي، له نورو سره هم شریک کړي.

ګډون والو هم د مسلکي وړتیاوو لوړولو په برخه کې دا ډول پروګراونه اغېزمن وبلل او د پوهنې وزارت له مشرتابه یې مننه وکړه چې د دوی د وړتیا لوړولو لپاره یې د زده کړو آسانتیا برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۸
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند د شهید نوراحمد لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره، د پوهنې ریاست مشرتابه، علماوو او د سیمې د مخورو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئيس پروان ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختيا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ پلاوی د يو لړ رسمي چارو تر سره کولو په موخه پروان ولایت ته ورسېد.

په پيل کې نوموړي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۱۱:۲۰
Background image

په کابل ښار کې د ښوونځیو د بدني روزنې ښوونکو لپاره ښوونیز سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار اړوند ښوونځیو د بدني روزنې د ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د سپورټي او بدني روزنې ۳۵ تنو ښوونکو ته، د هېڼډبال او. . .

BACK TO NEWS