بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده کوونکو ته قرطاسیې مرسته شوې
پوهنې وزارت، بامیان: بامیان ولایت کې د بشارت خیریه بنسټ لخوا د لومړنۍ دورې او سواد زده کړې ( ۲۰۰۰) زده کوونکو ته قرطاسیه باب وویشل شول.
مرسته شوي توکي د بامیان پوهنې رئیس محمد ایوب امیري او د بشارت بنسټ رئیس محمد کبیر غزنوي په شتون سره وویشل شول.
پوهنې رئیس د بشارت خیریه بنسټ له مرستې مننه وکړه، له نورو شخصیتونو او خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل څو له پوهنې سره د خپلو مرستو لړۍ همداسې وغځوي او د غوړیدلي معارف په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
