افغانستان به په ۲۰۲۰ لمریز کال کې د څارندوی نړیوالې کمیټې غړۍ شي

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۱:۳۳
افغانستان به په ۲۰۲۰ لمریز کال کې د څارندوی نړیوالې کمیټې غړۍ شي.

پوهنې وزارت- کابل: د افغانستان څارندویانو وکولای شول د څارندوی نړیوالې کمیټې غړیتوب تر لاسه کړي، دا غړیتوب به په رسمي ډول په ۲۰۲۰ لمریز کال کي د مصر په هیواد کې افغانستان ته ورکړل شي.

دا خبر د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په شتون کې، په افغانستان کې د څارندوی رامینځ ته کیدو په ۸۸ مه کلیزه او د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې د پالندوی لمړنۍ څانګۍ پرانستلو په غونډه کې وویل شوه.

پوهنې وزیر په دې غونډه کې نویو څارندویانو او پالندویانو ته په وینا کې وویل چې نن ورځ ستاسو له لارې د نړۍ په سطحه په زړه پورې فعالیتونو تر سره کیږي او دا ټول د دریم زریزې د موخو یوه وړوکې برخه ده او تر ټولو لویه پانګه يې په ځان بساینه ده.

ډاکتر بلخي د جنسي او طبقاتي تاوتریخوالي کمښت، د چاپیریال په ساتنه کې مرسته، عامه روغتیا، ښاروالي، ښوونه او روزنه، سواد زده کړه، سوله، ټولنیز خدمتونه او داسي نورې کړنې د څارندویانو او پالندویانو له رضاکارانه فعالیتونو څخه یادې کړې او د ټولنې ټولو ښاریانو ته د دې اصولو د رعایت کولو د ترویج او ترغیب په موخه يې د هغوي په رسالت سرته رسولو باندې ټینګار وکړ.

د آسیا ملاتړ منطقوي مرکز پسفیک د څارندوی نړیوال دفتر استازي وانګ تینګ چینګ په دې غونډه کې د افغانستان د نړیوال څارندوی له غړیتوب څخه خوښي وښوده او د ښاري رضاکارانه او داوطلبانه فعالیتونو کې د افغان ځوانانو د مسئولیت او جدیت څخه ستاینه وکړه.

د افغانستان څارندوی ملاتړ کوونکي موسسې اجرایوي رئیسې آغلې مارنی ګستف سن د څارندویانو او پالندویانو څخه د ډير ملاتړ ژمنه ورکړه.

د افغانستان څارندوی مسئول رئیس محمد اقبال قاری زاده د هیواد څارندوی غړي یې ۹۶ زره تنه یاد کړل.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د پوهنې وزارت مشرتابه په شتون کې د پالندوی دوه څانګو غړو تحلیف او د یادې غونډې په څنډه کې د څارندویانو انځورونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۱۵
Background image

په خوست کې یوې لېسې لپاره مجهزه کمپیوټرخونه تاسیس شوه

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ مرکزي لېسې ته د معارف دوسته هېوادوالو او علم‌پالو کسانو په مالي همکارۍ د ۲۲۱ زره او ۳۶ افغانیو په ارزښت یوه مجهزه کمپیوټرخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۵
Background image

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، زابل ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج عبدالرحمن حمیدي، د برنامو له آمرینو او یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۵۲
Background image

دعامو خلکو لخوا په سرپل کې له ښوونیزو بنسټونو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د خلکو د ملاتړ او همکارۍ په پایله کې د سرپل ولایت د البدر ولسوالۍ د دیني مدارسو او د ښوونځيو د ښوونیزو شوراګانو له لارې، د پوهنې د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا په موخه دوه میلیونه افغانۍ. . .

BACK TO NEWS