ارزګان کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۸:۱
ارزګان کې ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان ولایت مرکز اړوند د ښوونځیو ښوونکو ته د مسلکي ښوونې او روزنې تر نامه لاندې د ظرفیت لوړونې ۳ ورځنۍ ورکشاپ جوړ شو.

دغه ورکشاپ د پوهنې ریاست له لوري جوړ شوی، چې د شهري آمریت اړوند د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو ښوونکي پکې برخه اخیستي، د ورکشاپ ګډون والو ته به د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې، د درسي میتودونو د زده کړې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به ګډ‌ونوالو ته لازم مالومات ورکړل شي.

د ارزګان د پوهنې رییس میرزا محمد سالارزي ګډونوالو ته وویل چې له دې فرصت څخه د سالمې استفادې تر څنګ د درسي کیفیت ته هم زیاته توجه وشي او هم یې له استادانو غوښتنه وکړه چې په ټاکلي وخت زده کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو روزنیزو ورکشاپونو لړۍ د ارزګان ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي، چې پرمټ به یې ګڼ شمېر ښوونکي له مسلکي ښوونې او روزنې برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS