د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس زابل ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، د تشکیلاتو اړوندو چارو ترسره کولو او د زابل ولایت د ښوونیزو مرکزونو د ښوونکو، مدرسینو او اداري کارکوونکو د کمښت د ستونزو حل په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د سفر په پیل کې د زابل ولایت د پوهنې له رئیس او مسوولینو سره د سفر د موخو په اړه خبرې وکړې او د تشکیلاتو اړوندو موضوعاتو په تړاو یې د یاد ریاست راپور واورېد.
په دې غونډه کې د یاد ولایت د دیني مدارسو، ښوونځیو او د پوهنې برخې د اداري کارکوونکو د تشکیلاتي ستونزو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته، د ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
