له پوهنیزنظام سره د ولسي مرستو په دوام
هرات
د هرات ولایت مرکز اړوند د میرویس شهید لېسې شورا د یوه خیریه بنسټ په مالي همکارۍ، په دغه لېسه کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکینده او د لمریزې برېښنا سیسټم یې نصب کړ.
میدان وردګ
د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند د یوه خیرخواه هېوادوال له لوري، د دشت اطمان لېسې ۸۹ بېوزله ماشومانو ته د ۳۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت بوټان وپېرل شول.
