د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو څلور ورځنۍ برنامه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۴۷
2545

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د تشکیلاتو ریاست په نوښت، د کابل ښار په ګډون د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دغې روزنیزې برنامې د موخو، ارزښت او اړتیا په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
نوموړي د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړول د کاري چارو د ښه والي او د ادارو د اغېزمنتیا لپاره مهم وبلل او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د پروګرام له روزنیزو مطالبو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
ورپسې د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د خپلو خبرو پر مهال په کاري دندو کې پر صداقت، اخلاص، ژمنتیا او د سپارل شویو مسوولیتونو پر سم ترسره کولو ټینګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د اداري چارو د لاښه پرمخ وړلو لپاره د کارکوونکو مسلکي وړتیا، کاري انضباط او مسوولیت‌پذیري بنسټیز ارزښت لري.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل، په ورځنیو چارو کې د دقت، امانتدارۍ، وفادارۍ او مسوولیت‌پذیرۍ پر ارزښت خبرې وکړې.
 نوموړي له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپلې دندې په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، له شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخلي او د خپلو کاري مسوولیتونو په ترسره کولو کې دقت او نظم په پام کې ونیسي.
همدارنګه، د ودانیو د ساتنې او املاکو رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس په خپلو خبرو کې د ښوونیزو بنسټونو د اړتیاوو د پېژندنې، ارزونې او په اړه یې د مناسبو اقداماتو پر اهمیت رڼا واچوله او زیاته يې کړه چې د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت په برخه کې د کارکوونکو د کاري اړتیاوو او ستونزو له پېژندلو وروسته هڅه کوي، د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د اړتیاوو له مخې روزنیز پروګرامونه جوړ او پلي کړي.
یاده غونډه د پوهنې وزارت د استخدام د رئیس محترم مولوي محمدصادق صديقي له لوري تر لنډې علمي وینا وروسته په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د ياد ریاست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم د پوهنې وزارت مشرتابه، د کابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو، علماء کرامو او يو شمېر نورو مېلمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تفتیش رئیس محترم مولوي عتیق الله مؤذن د خپل کاري سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي صدیق الله محسن سره وکتل.
په دې لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس زابل ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، د تشکیلاتو اړوندو چارو ترسره کولو او د زابل ولایت د ښوونیزو مرکزونو د ښوونکو، مدرسینو او اداري کارکوونکو د کمښت د ستونزو حل په. . .

BACK TO NEWS