د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلامربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګلولي متقي او د پوهنې ریاست د برنامو له آمرینو سره په ګډه غونډه کې وکتل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس د پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په اړوندو برخو کې به ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ته د خپل سفر موخه د ښوونیزو چارو له نږدې څارنه او د هغو ارزونو د تنظیم چارې وبللې، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول پیل شي.
