په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو
د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰ زدهکوونکي او ۹۲۴ ښوونکي، چې مخکې یې په ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو کې ګډون کړی، له یادو مرستو برخمن شي.
د دې پروګرام اساسي موخه د تدریس او زدهکړې لپاره د اړینو امکاناتو برابرول، د ښوونکو د ښوونیزو وړتیاوو پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې بهیر اسانه کول او په ښوونځیو کې د تدریس د کیفیت لاښه والي لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي.
