پکتیکا کې د زدهکوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د زدهکوونکو د علمي او نوښتګرو پروژو لومړنی نندارتون جوړ شو، چې پکې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو زدهکوونکو خپلې بېلابېلې علمي او تخنیکي پروژې نندارې ته وړاندې کړې.
په دغه نندارتون کې بېپیلوټه الوتکې، د زلزلې د تشخیص وسایل، ماشینونه، تخنیکي تجهیزات او یو شمېر نور نوښتګر اختراعات نندارې ته وړاندې شول.
د یاد ولایت مرستیال محترم الحاج قاضي نورالله حقاني، د نندارتون د پرانیستې پر مهال د زدهکوونکو له نوښتګرو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ملک روښانه راتلونکی د علم، پوهې او نوښت له لارې تضمینېدای شي.
همدارنګه، د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، په خپلو خبرو کې وویل، چې د پوهنې ریاست هڅه کوي د زدهکوونکو د استعدادونو د ودې او غوړېدو لپاره مناسب فرصتونه او زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې د پروژو د نندارې ترڅنګ، د دغه ولایت د رهبرۍ او امنیه قوماندانۍ له لوري نوښتګرو زدهکوونکو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
