د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د یوه دارالعلوم ترمیماتي پروژه وڅاره
د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، له خپل مل تخنیکي پلاوي سره د کابل ولایت بګرامي ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه (رحمهالله علیه) له دارالعلوم څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د تطبیق بهیر یې وڅاره.
د پروژې د بشپړېدو د مودې د مدیریت او د چارو ښه تنظیم په موخه، قراردادي شرکت ته لارښوونه وشوه، چې د کار کیفیت په پام کې نیولو سره د پروژې د بشپړېدو لپاره نوی کاري پلان ترتیب او د څارونکو انجنیرانو په واک کې یې ورکړي.
