د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس د فاریاب له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د فاریاب ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ولایت د پوهنې له مسوولینو سره یې وکتل.
نوموړي د لیدنې پر مهال د فاریاب ولایت د پوهنې مسوولینو او کارکوونکو هڅې او زحمتونه وستایل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
