د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۷
سیبسیب

۱- د ګرمو سیمو او ولایتونو د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او ښوونیزو مرستندویه کڅوړو وېش بهیر پیل شو.

۲- د پکتیکا ولایت سروبي، تروې، وازې‌خوا او اومنې ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو ۶۴ تنو اداري کارکوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنۍ برنامې ترسره شوې.

۳- د پکتیا ولایت پوهنې ریاست له لوري د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې د تثبیت په موخه له ۱۶ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.

۴- د دایکنډي ولایت کیټي او کجران ولسوالیو اړوندو ښوونځیو د ښوونکو مسلکي ظرفیت لوړولو او د تدریسي کیفیت ښه والي په موخه، د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ روزنیزې برنامې پيل شوې.

۵- د غوره ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د یو تن علم‌پرور شخصیت ښاغلي غلام ایشان ملک‌زاده له لوري د پنجشیر ولایت حصه اول ولسوالۍ اړوند پوهنې له آمریت سره د ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.

۶-  د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د کابل ښار پوهنې مسوولینو په حضور کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د مدارسو، دارالحفاظونو او د وادنيو او املاکو رئیسانو بلخ ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو د لوى رئیس محترم مولوي محمد یوسف ثاقب او د ودانيو او املاکو د رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته په رسمي سفر کې، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

په کونړ کې د څه کم ٥ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ ښوونیزو مرکزونو د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کونړ ولایت په کچه د یو شمېر ښوونځیو او مدارسو د ودانیو د ترمیم او بیارغونې چارې د ۴ میلیونه، ۸۵۶ زره او ۸۲۵ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
په دغو پروژو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

در یکی از مکاتب شهر کابل، برنامهٔ علمی و اصلاحی برگزار شد

محترم الحاج مولوی جمعه‌خان سروری، رئیس دعوت و ارشاد وزارت معارف، در یک برنامهٔ اصلاحی در مکتب امارتی عاشقان و عارفان، مربوط حوزهٔ اول تعلیمی شهر کابل اشتراک کرد و برای مسئولان حوزهٔ. . .

BACK TO NEWS