په کابل ښار کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت اداري دفترونه ترمیم او جوړ شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۱
65625

 د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند یوه ۸ خونیزه ودانۍ د ۷۸۲ زره او ۴۷۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بیارغول شوې، چې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د کابل ښار پوهنې مسوولینو په حضور کې بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
همداراز، د کاري ساحې د پراختیا او اداري اسانتیاوو برابرولو په موخه ۳ د پي وي سي PVC خونې د ۵۲۹ زره او ۷۵۹ افغانیو په لګښت جوړې او پرانیستل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کابل ښار پوهنې رئیس مولوي حسیب‌الله صاحب‌زاده د پروژې د بشپړېدو، موخو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یادو ودانیو ترمیم او د نویو کاري فضاوو جوړول د اداري چارو لاښه والي او کارکوونکو ته د مناسب کاري چاپېریال برابرولو په برخه کې مهم اقدام وباله او ټینګار یې وکړ، چې شته امکانات باید په سمه توګه مدیریت او د ادارې له اړتیاوو سره سم ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۸
Background image

په سرپل کې د یوه دارالحفاظ د ترمیم پروژه پیل شوه

د سرپل ولایت په مرکز کې د «شهید داملا عبدالرحمن» دارالحفاظ د ترمیم پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۳۷۵ افغانیو په لګښت پیل شوه.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۳
Background image

په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند پیاروخېل لېسې لپاره د څلورو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د پوهنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۱۹
Background image

په پروان کې د راستنېدونکو کډوالو له ۲۵۰ ماشومانو څخه د زده‌کړې کچې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د پروان ولایت پوهنې ریاست د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې د تثبیت په موخه له ۲۵۰ ماشومانو څخه د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې یاد ماشومان. . .

BACK TO NEWS