په لوګر کې د یوه ښوونځي لپاره د ۴ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۳
585

د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند پیاروخېل لېسې لپاره د څلورو نویو درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د پوهنې له نظام سره د سیمې د خلکو د مادي او معنوي ملاتړ قدرداني کوي او وایي چې د دغو درسي ټولګیو په جوړېدو سره به له ۲۰۰ څخه د زیاتو زده‌کوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د نن ورځې مهمو کړنو ته لنډه کتنه

۱- د یوې خیریه ادارې له لوري د یوه نېک اقدام په ترڅ کې، د بادغیس ولایت په مرکز کې د کوچیانو ښوونځي له ۲۴۰ زده‌کوونکو سره د قرطاسیې او درسي توکو مرسته وشوه.

۲- د پوهنې وزارت د ساینس او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۳
Background image

د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۱۲ قلمه چاپي قرطاسیې برابرولو او پېرلو قرارداد، د کابل مرکز، ټایمني پروژې اړوند د «حبیب‌الله حسیب ګروپ». . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۲۳
Background image

په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ «داوود زیرک» ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې او د پاتې کارونو له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پوهنې مسوولینو د یاد. . .

BACK TO NEWS