د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۱۲ قلمه چاپي قرطاسیې برابرولو او پېرلو قرارداد، د کابل مرکز، ټایمني پروژې اړوند د «حبیبالله حسیب ګروپ» بستهبندۍ شرکت ته د ۲۶ میلیونه او ۷۵۱ زره افغانیو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي، خپل اعتراض د دغې خبرتیا له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار، ده افغانانو سیمې ته څېرمه، په محمدجان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده؛ تر هغه چې د یادې مودې له بشپړېدو او د قانوني پړاوونو له طی کولو وروسته قرارداد په رسمي ډول نه وي منعقد شوی، د قرارداد د عقد په توګه نه ګڼل کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
