د پوهنې وزارت د ستراتېژیک پلان تخنیکي کمېټې غونډه جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۱۶
علتلتن

د پوهنيز نظام د ۱۴۰۶ لمريز کال د لومړیتوبونو د اصلاح او بشپړولو په موخه، د ستراتېژیک پلان د تخنیکي کمېټې غونډه د پلان او پالیسۍ ریاست د رئیس محترم مفتي حبیب‌الله قتاده نوري په مشرۍ ترسره شوه.
په غونډه کې د ملک د ښوونیز نظام د ۱۴۰۶ لمريز کال لومړیتوبونه، چې د ستراتېژیک پلان، د ستراتېژیک تحلیل د پایلو او د مرکزي ادارو د نظریاتو پر بنسټ د پلان او پالیسۍ ریاست د ستراتېژیک تحلیل آمریت له لوري چمتو شوي وو، وړاندې او پرې بحث او نظرونه شریک شول.
د تخنیکي کمېټې د غړو نظریات او وړاندیزونه هم په اړوند سند کې درج شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۸
Background image

په لوګر کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت لېسې سره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي محمد رومل له لوري شاوخوا ۲ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وشوه.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د طبیعي علومو د برخې ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو دغه روزنیز پروګرام اغېزمن وباله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

په سمنګان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د ښوونې او روزنې د ملاتړ په موخه، د سمنګان ولایت مرکز ګل‌قشلاق لېسې د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي جمشید پهلوان له لوري ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS