رسنییز بلنلیک بلنه
ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت د محترمو مسوولینوپه حضور کې د ولایتونو د پوهنې ریاستونو د ساینس او ټکنالوژۍ د ۱۲۰ تنو مدیرانو لپاره علمي، مسلکي او لارښود غونډه جوړه او پیل شي.
وخت: د شنبې په ورځ، د ۱۴۴۸/۳/۲۲ هـ.ق. (۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ.ش.) نېټه، د سهار ۸:۳۰ بجې.
ځای: د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز، سرای غزني، کارته چهار.
له درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي چې د یادې غونډې په خبري پوښښ کې زموږ سره همکاري وکړي.
په درنښت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
