د قرارداد د پرېکړې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۳:۵۳
55

په دې توګه د ملي تدارکاتو ریاست د ۲۰۵۸۰ ګڼې، ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ نېټې متحدالمال او د تدارکاتو د کړنلارې پر بنسټ، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې، د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۸۶۶ قلمه بېلابېلو پرزه‌جاتو او رنګ‌ بابو وسايطو برابرولو او پېرلو پروژې قرارداد د محترم صدیق احمدي لمیتډ سوداګريز شرکت ته، چې د کابل ښار په قواى مرکز کې موقعيت لري، د لاندې بیو له مخې ورکړي:
د لږ تر لږه د ۲۳۰،۵۴۸،۲۰۰ افغانیو په مجموعي بیه او د اعظمي مقدار لپاره د ۷،۶۲۱،۸۶۰ افغانیو په مجموعي بیه ورکړي٠
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د اعلان له خپرېدو څخه تر پنځو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې پته یې محمدجان خان واټ، ده افغانان، کابل، افغانستان کې ده، وړاندې کړي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS