د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول
د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پيل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده وویل چې د مدارسو او دارالحفاظونو اړوندو چارو د پراختیا او زیاتوالي له امله د دوو نویو ریاستونو د ایجاد اساسي موخه د کاري بهیر لا ښه تنظیم، د چارو اغېزمن مدیریت او د خلکو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.
دغه راز نوموړي نویو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې دندې په اخلاص، صداقت، ژمنتیا او د واقعي خدمت په روحیه ترسره کړي.
ورپسې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى رئیس محترم مفتي محمد یوسف ثاقب، د پوهنې وزارت له رهبرۍ څخه د پاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د وزارت له رامنځته شویو اسانتیاوو او امکاناتو څخه باید په سمه توګه ګټه واخیستل شي او په ټولو چارو کې د الهي رضا او د خلکو د خدمت اصل په پام کې ونیول شي.
نوموړي د مسئولیت د دروند بار په اړه هم خبرې وکړې او د اسلامي زده کړو کارکوونکو ته یې له مراجعینو سره د ښه چلند او غوره سلوک سپارښتنه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي زده کړو ډېری مراجعین علماء کرام او حافظان دي، نو له هغوی سره باید په درناوي، نرمۍ او ښو اخلاقو چلند وشي.
د يادولو ده چې د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، محترم مفتي هدایت الله متقي د مدارسو د رئیس او محترم مولوي شفیع الله حقاني د دارالحفاظونو د رئیس په توګه معرفي او رسماً يې نوې دندې پیل کړې.غونډه د دعاٸيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
