په زابل ولایت کې مدرسینو لپاره د وړتیا لوړونې غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۹
\zcz

د زابل ولایت اطغر ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځیو ۷۵ تنو مدرسینو او ښوونکو ته د مسلکي زده‌کړو یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د یادې برنامې پرمهال د تدریس په بهیر کې د بېلابېلو تدریسي طریقو کارول، د درسونو کیفیت لوړول او د ښوونیز نظم پیاوړتیا هغه مهم موضوعات وو چې ګډونوالو ته وړاندې شول.
له ګډونوالو وغوښتل شول چې له دغه پروګرام څخه خپلې ترلاسه شوې علمي او مسلکي تجربې په اعظمي ډول وکاروي او د تدریسي کیفیت لاښه والي او د زده‌کوونکو د سالمې روزنې په برخه کې ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS