د معیاري ازموینو ترسره کېدو په اړه له ولایتي پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره شوه
د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معين او کفيل الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د متحدو او متمرکزو ازموینو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه بهیر لا ښه تطبیق لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين او د یاد پلاوي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د يو شان او معیاري ازموینو د ارزښت او اهمیت په اړه وینا وکړه.
همداراز، د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو او د ښوونيزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، په پوهنیز نظام کې د ازموینو معیاري کولو او د هغو د مخینې په اړه خبرې وکړې او د څلورنیممياشتنيو ازموینو د تطبیق لارښود یې د ولایتونو او کابل ښار له پوهنې رئیسانو سره شریک کړ.
ټاکل شوې ده چې څلورنیممياشتنۍ ازموینې د لسمو ټولګیو د امارتي او خصوصي ښوونځیو لپاره د کابل ښار او د ۳۳ ولایتونو په مرکزونو کې په اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا او لومړۍ ژبه مضمونونو کې واخیستل شي.
همدارنګه، د کابل ښار د امارتي او خصوصي ښوونځیو د یوولسمو ټولګیو زدهکوونکو څخه به د اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا، لومړۍ ژبه، جغرافیه او بیولوژي په شپږو مضمونونو کې ازموینې د یاد لارښود له مخې واخیستل شي.
