د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست داوطلبۍ اعلان

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۷
ظیزظطز

د فاریاب ولایت پوهنې ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد ریاست د اړتیا وړ ۲۳ قلمه قرطاسیې او ۱۰ قلمه کارټرېجونو د تدارکاتو په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
علاقه‌مندان کولای شي، د شرط‌‌پاڼې چاپ شوې کاپي د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه او خپل وړاندېزونه د شرط‌پاڼې له شرایطو، د تدارکاتو قانون او اړوندو کړنلارو سره سم، د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ/ سرطان میاشتې تر ۱۱مې نېټې، د پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې په سرتړلي ډول د فاریاب ولایت پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت ته، چې د میمنې ښار امنیې قوماندانۍ مخې ته موقعیت لري، وسپاري.
د وړاندیز تضمین به د بانکي تضمین په بڼه دی چې ۸۰ زره افغانۍ کېږي.
د وړاندیزونو پرانیست‌غونډه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په ۱۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د فاریاب ولایت پوهنې ریاست مالي او اداري آمریت په دفتر کې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS