د لوګر ولایت ښوونځیو ته ازمیښتوني توکي توزېع شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۳۷
65152

د لوګر ولایت ۱۱۷ بابه ښوونځیو ته ښوونیز ازمیښتوني توکي او مواد ووېشل شول.
وېشل شوي وسایل او مواد چې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانۍ ارزښت لري، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه برابر شوي دي، چې پکې د هر ښوونځي لپاره د ساینسي او ریاضي مضمونونو اړوند ۲۵ قلمه اړین ازمیښتوني وسایل او مواد شامل دي.
د لوګر ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دا مهال د یاد ولایت ۱۵۲ بابه ښوونځي فعال او مجهز ازمیښتونونه لري، چې د ساینسي مضمونونو عملي زده‌کړو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
د چارواکو په خبره، هره ورځ سلګونه تنه زده‌کوونکي په پورته ذکر شویو ازمیشتونونو کې په عملي زده‌کړو بوخت وي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د عملي زده‌کړو د امکاناتو ارزونه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز له لوري، د ښوونیزو معیارونو د پلي کېدو او د کاري مسوولیتونو ترسره کولو په موخه، د کابل ښار د ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو د حمایوي څارنې او ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په بغلان کې ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ښوونیزو توکو وېش لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت له لوري د بغلان ولایت د پلخمري ښار او برکه، نهرین، بغلان جدید، دهنه غوري، دوشي او ډنډغوري ولسوالیو په ۱۵۴ ښوونځیو کې د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د ښوونیزو مرستندویه توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت او خصوصي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ او دوه‌اړخیزه همکاریو غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست او اړوندو ادارو له لوري له خصوصي شرکتونو سره د همغږۍ د پیاوړتیا او دوه‌اړخیزه همکاریو پراختیا په موخه غونډه جوړه شوه، چې د وزارت یو شمېر مسوولینو او د. . .

BACK TO NEWS