د زابل ولایت په دوو ښوونځیو کې زدهکوونکو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوې
د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند د سرآسپ او رحمن مېنې ښوونځیو زدهکوونکو ته د شاوخوا ۵۰ زره افغانیو په ټولیز لګښت د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیاوې برابرې شوې.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه اسانتیاوې د ذکر شویو ښوونځیو منسوبینو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه، د سیمې د اوسېدونکو او د ښوونځیو د شوراګانو په مالي مرسته برابرې شوې دي.
