په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۳۷
5465

د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: د اومنې ولسوالۍ اړوند د احسن العلوم دیني مدرسې لپاره، د سیمې د خلکو په مالي همکارۍ د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ودانۍ جوړیږي، چې ۸ درسي خونې او ۴ تشنابونه به ولري.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې مدرسې لپاره د خلکو په مالي مرسته د ۳۶ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا یو سیسټم فعال شوی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د درخان منځني ښوونځي ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت خاش ولسوالۍ اړوند درخان منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، مسوولینو، علماءکرامو او د سیمې د مخورو په حضور کې کېښودل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ته د ۳۷۰ تنو کډوالو ماشومانو جذب په موخه ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست اووم، اتم او نهمو ټولګیو ته د شاملېدو په موخه له ۳۷۰ تنه راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۵۱
Background image

په زابل ولایت کې د څه باندې نیم میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ د ګلزار کلي د ګلزار لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره، د سیمې د خلکو له لوري پر وقف شوې ۱.۵ جریبه ځمکه کې کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو په وینا؛ دغه. . .

BACK TO NEWS