د پوهنې وزارت له لوري د مرکز او ولسوالیو په کچه ۱۰۶۰ اداري بستونه ازاد رقابت ته وسپارل شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۴
65592

د پوهنې وزارت لخوا، د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په تالار کې ۱۰۶۰ اداري بستونه د یاد وزارت د مشرتابه، د بېلابېلو وزارتونو د مسوولینو، مرکزي رئیسانو او د رسنیو د استازو په حضور کې د ازاد رقابت پروسې ته وسپارل شول.
غونډه د قرآن‌عظیم‌الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا ځل هم د لا زیات شفافیت د تأمین او د مجربو او وړ کادرونو ګومارنې په موخه، د مرکز، ولسوالیو او ښوونیزو حوزو اړوند د پوهنې۱۰۶۰ اداري بستونه په رسمي ډول اعلان ته سپارل کېږي، ترڅو وړ، مسلکي او مستحق کسان وکولای شي، د ملک د پوهنیز نظام لا پیاوړتیا او اغېزمنتیا لپاره خپل اسلامي او ملي مسوولیت ادا کړي.
نوموړي زیاته کړه:«پوهنې وزارت د دولت په تشکیلاتي جوړښت کې د زړه حیثیت لري؛ که د پوهنې برخه پیاوړې شي، نو د نظام ټولې برخې به ورسره پیاوړې، منظمې او باکیفیته شي.»
هغه ټینګار وکړ، چې په دغو بستونو کې به قوم‌پالنه، ژبپالنه، سمت‌پالنه او نژادپالنه هېڅ ډول ځای ونه لري، بلکې اصلي معیار به پوهه، وړتیا، لیاقت او استعداد وي.
همدارنګه د کارکوونکو چارو لوی رئیس محترم مفتي شفېع الله منصور د پورته ذکر شویو بستونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ولس ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموینې ټوله پروسه به په بشپړ شفافیت، عدالت او امانتدارۍ ترسره کېږي.
په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین، محترم الحاج مولوي محمدزاهد احمدزي، د پوهنې وزارت له دغه نېک اقدام څخه د ستایلو سربېره په خپلو خبرو کې وویل: د اړوند وزارت له مهمو کاري پلانونو څخه یو هم د ځوانانو او د هېواد د بې‌کاره قشر لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي. نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره په ټول ملک کې شاوخوا ۵۲ زره حرفوي او مسلکي مرکزونه فعال دي، ترڅو ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې برابرې کړي.
غونډه د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمدطاووس طارق له لوري په مبارکي دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS